اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرورخان وئيلي دي چې د مودي د هندوتوا اېجنډا منطقې لپاره خطرناكه ده، په پولو د څېړلو د كوم كمپائن پوخ ځواب وركولو لپاره د پاكستان پوځ او ټول قوم تيار دے، په كشمير د ??ګو?? شوي اور په نتيجه كښې به هند په خپله وسوځي. د اتوار په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې د ګجرات د قصاب لخوا چې كومه لوبه په هند كښې كېږي، دې په ټول هند كښې اور ??ګو??ې. ده ووئيل چې د مودي او د آر اېس اېس د نظريې نه ټوله نړۍ ??م خبره شوې او د مودي د اقداماتو په نتيجه كښې په ټوله نړۍ ??ښې د هند سېكولر څېره څرګنده شوې. ده ووئيل چې د مودي د هندوتوا اېجنډا منطقې لپاره خطرناكه ده، په پولو د څېړلو د كوم كمپائن پوخ ځواب وركولو لپاره د پاكستان پوځ او ټول قوم تيار دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان نوي ستر قاضي جسټس ګلزار احمد ته د منصب ??ه سنبالولو مباركي وركوم.