اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاك بحريه په مېري ټائم څانګه كښې رامخې ته كېدونكي خطرات په نظر كښې ساتلو سره د هېواد د بحري پولو او د منطقې د بحري ځايونو په تحفظ كښې بشپړه كردار ترسره كوي، د دوست هېوادونو د كېډټس د تربيې د لارې په منطقه كښې امن او همغږۍ كښې ن??ول اكېډمي مهم كردار لري. د پاك بحريه وياند لخوا د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې اولس مشر دا خبرې په پاكستان ن??ول اكېډمې كښې د 112م مېډشپ مېن او د 21م شارټ سروس كميشن پاسنګ آٶټ پرېډ په مو??ع افسرانو ته په خپله وېنا كښې وكړې. اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاسنګ آٶټ پرېډ په مو??ع خاص مېلمه و. اولس مشر پاس آٶټ شويو افسرانو ته تاكيد وكړو هغه دې د خپلو مشرانو په رواياتو او د قوم په هيلو پوره وخېژي. د وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ن??ول اكېډمۍ ته رارسېدو د اولس مشر او خاص مېلمه هركلې وكړ??. پ?? دې مو??ع د ښه كاركردګۍ مظاهره كوونكو ته انعامات وركړې شول او اولس مشر پاس آٶټ شويو ته مباركي وركړه. د بحريه وياند له مخې په دستوره كښې د د دفاع وزير پروېز خټك، سينئر پوځي چارواكو، د دوست هېوادونو ?? پوځ استازو او د كېډټس د كورنې غړو په لويه شمېره ګډون وكړو.