پېنډۍ۔21 اپرېل (اے پی پی) د ??ېل??ے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي دا وخت د سياست نه دے۔ په اتفاق او نېك جوړېدو سره به يوه ستراتېجي جوړول وي او خلقو له به په يو لائن او لېنتھ خبرې او كار كول وي۔ نړۍ ناكامۍ سره مخ او كورونا مخ په زياتېدو ده۔ مونږ له به بې وزله او سفېد پوشه ډله ساتل وي دغسې چې نړۍ ته د كورونا دلاسه زيان هم اونه رسي او دوي د لوږې نه هم مړه نه شي۔ شتمند حضرات او لويې ادارې دې وزيراعظم ريليف ??نډ له عطيه وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پېنډی انسټی ټیوټ آف یورولوجی كښې جوړ د كورونا روغتون دورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده وو??يل ما مشوره وركړې چې دا د روغې جوړې وخت دے۔ روژه راروانه ده مونږ له به سياسي مخالفت هېرول او صلح كول وي۔ اختر څخه وروستو كله چې دا كرونا ختمه شي بيا به سياست كوؤ۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير د روغتون په ا??ه بريفنګ واخست او ميډيا ته ئې وو??يل د كورونا له امله پېنډۍ كښې تر دې دمه 6 كسان مړه شوي۔ د رنځورانو ټوله شمېره 196 ده ۔ 55 خپلو كورونو ته بېرته تللې او د 135 رنځورانو درملنې روانې دي۔ ده وو??يل تېره ورځ د ??ېل??ے مزدورانو د خپلې يوې ورځې تنخواه 5 کروړه 1 لك 85 زره روپۍ وزيراعظم ريليف ??نډ له عطيه كړې۔ ده وو??يل هيله لرم چې25 اپرېل يا 1 م مئي څخه به محدود ټرېنونه آئسولېشن سره روان كړو۔ ??ېل??ے په دې سخت وخت كښې چمن ته هم رسېدلې ۔ كوم كلي كښې چې ضرورت وي مونږ 750 اسټېشنې لرؤ روغتون به هلته رسوؤ۔ ولې چې مسئله د آئسولېشن ده او ??ېل??ے سره آسو لېشن لپاره ډېر كوچونه شته